د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد ناسته جوړه شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد ناسته د یادې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ جوړه شوه.

ددې ناستې په پیل کې د اکاډمیک بورد د تېرې غونډې د پرېکوړو په اړه خبرې شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

د غونډې په دوام کې د آجندا سره سم د کابل ولایت په ميخانيکي انسټيټوټ کې د نويو څانګو لکه د مبايل، کمپيوټر او طبي وسايلو د ترميم د ایجادولو بر څرنګوالي او د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو د حق الزحمې د تطبيق پر څرنګوالي خبرې وشوې. او ګډون کوونکو په دې برخه کې خپل نظریات شریک کړل.

د اکادمیک بورډ په غونډه کې پر یو شمېر اړوندو نورو تخنیکي او مسلکي مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS