د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د اکاډمیک بورډ د تېرو ناستو پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو ریاستونو د خپلو اجراآتو او ترسره شویو فعالیتونو په اړه راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د اکاډمیک بورډ غړو د اجنډا پر مهمو موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وکړه، چې پکې د مجاهدینو د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام د دویم پړاو د پیل څرنګوالی، د کیفیت تضمین او اعتبار ورکول، او همدارنګه د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د مدیریت اړوند موضوعات شامل وو.
ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او ټینګار وشو چې ټولې دندې او مسؤولیتونه باید په سمه توګه تعقیب او پر وخت ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي چارو معاونیت هره اوونۍ د اکاډمیک بورډ ناسته جوړوي، چې پکې د مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه کېږي او اړینې پرېکړې نیول کېږي.
