د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو
د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو.
دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ د استادانو او زدهکوونکو هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویناوالو د اسلامي هنرونو څخه د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.
په همدې لړ کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د تعلیمي نصاب رئیس، ډاکټر عارف عطایي، د قرآن کریم د آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې وویل چې اسلامي او د شریعت مطابق هنر د اسلامي نظام له ملاتړ څخه برخمن دی او مشران ورته ځانګړې پاملرنه لري.
نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې د نړۍ ستر تمدنونه د مسلمانانو د هڅو پایله ده او نن ورځ هم موږ باید د نړۍ د پرمختګ لپاره تر ټولو زیاتې هڅې وکړو.
همدارنګه د دې پروګرام په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ارشاد او دعوت رئیس، مفتي نجمالدین حقاني، او د متعلمینو او محصلینو چارو رئیس، استاد رفیعالله حبیبي، د اسلامي هنرونو د اهمیت او ترویج په اړه خبرې وکړې.
دوی وویل چې اسلامي نظام د اسلامي هنرونو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره ژمن دی.
د نندارتون د پرانیستې مراسم د ښکلو هنرونو انسټیټیوټ د ورزشي څانګې د ورزشکارانو د نمایشي پروګرامونو په ترسره کېدو پای ته ورسېدل او ګډونوالو د انسټیټیوټ له هنري آثارو څخه لیدنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې دغه نندارتون به د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو هم دوام ولري.
