د خطاطۍ او رسامۍ سیالۍ لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې چمتووالی

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۵:۴۷
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام د دفتر ریاست د خطاطۍ او رسامۍ سیالیو ترسره کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دغې ناسته کې چې د اتصالات مخابراتي شرکت مسئولینو هم حضور درلود، دواړو لورو د دغه سیالیو د ترسره کولو د څرنګوالي او د سیالیو د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې استاد مطیع الله هدایت د دغه سیالیو په ترسره کولو او د پایلو په اعلان کې د شفافیت په اړه ډاډ ورکړ.

د خطاطۍ او رسامۍ سیالي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فرهنګي کمیټې په نوښت او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ترسره کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS