ښاغلي مولوی غلام سعید احساس د فراه ولایت له مرستیال والي سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۹:۲۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکی چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس او ورسره مل پلاوي یې د فراه ولایت له مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار سره وکتل.

محترم مولوي احساس د فراه ولایت له مرستیال والي سره د ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزې او ننګونې د مولوي عبدالکریم جهادیار سره شریکې کړې.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او زياته يې کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د يوه کال راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او ولسواليو کې د دې ادارې له ټولو ښوونيزو مرکزونو څخه څارنه کړې ده.

دغه راز د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال په فراه ولايت کې د مجاهدينو د روزنې پر څرنګوالى خبرې وکړې او ويې ويل چې دمجاهدينو دروزنې طرحه له ١٨ مياشتو راپديخوا د پلي کیدو په حال کې ده او یاده طرحه دمجاهدينو لپاره يو زرين چانس دى تر څو هغه مجاهدین چې د اشغال پر محال د خپلو زده کړو څخه بهر پاتې دي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي .

په دې غونډه کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او د فراه ولایت مرستیال والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروګرامونو څخه د ملاټر ترڅنګ زیاته کړه چې په دغه ولایت کې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزو او ننګونو ته رسیدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS