د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد.

دا پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د استادانو د مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې او په ځانګړې توګه د نابیناوو او ناشنوایانو په ګډون د معلولیت لرونکو زده‌کوونکو او محصلینو د زده‌کړو د کیفیت د ښه‌والي په موخه جوړ شوی و.

په دې ورکشاپ کې د هېواد له ۱۹ ولایتونو څخه شاوخوا ۳۶ تنو د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو استادانو ګډون کړی و. د ځانګړو زده‌کړو ماسټر ټرېنرانو ګډونوالو ته د نابیناوو او ناشنوایانو د زده‌کوونکو او محصلانو د تدریس، روزنې او ښوونیز ملاتړ اړوند بېلابېل عملي او ګټور موضوعات ور وښودل.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې، پروګرامونو او کیفیت تضمین رئیس، مولوي مبشر آغا، د دې پروګرام په پایغونډه کې د ماهر بشري ځواک په روزنه کې د استادانو پر اساسي رول ټینګار وکړ او ویې ویل، استادان باید د خپل علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو او د متخصصو او ماهرو کادرونو د روزنې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

همدارنګه د استادانو د مسلکي پراختیا رئیس، مفتي نوراحمد فایق، د استادانو د روزنیزو پروګرامونو او ظرفیت لوړونې پر دوام ټینګار وکړ. نوموړي وویل، دغه ریاست هڅه کوي چې د ورکشاپونو، سیمینارونو او نورو روزنیزو پروګرامونو له لارې د استادانو مسلکي ظرفیتونه پیاوړي او د هغوی د ښوونیزو مهارتونو د ښه‌والي او پراختیا زمینه برابره کړي.

بل لور ته د ناروې کمېټې د اړیکو او عدالت‌خواهۍ رئیسې، ډاکټر فرانچسکا، له تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سره د دې کمېټې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. هغې وویل، د ناروې کمېټه د ظرفیت لوړونې پروګرامونو په جوړولو او د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په برخه کې له تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

ګډونوالو هم دغه ورکشاپ ګټور او اغېزناک وباله او ویې ویل چې د پروګرام له لارې ترلاسه شوې زده‌کړې کولای شي د تدریس د طریقو په ښه‌والي او د معلولیت لرونکو زده‌کوونکو او محصلینو د زده‌کړو د کیفیت په لوړولو کې اغېزناک رول ولوبوي.

دغه ۲۰ ورځنی ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیق‌پاڼو په وېش او د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS