د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زده‌کړو بهیر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۱:۳۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپل ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو په وړاندې کولو سره هوډ لري ترڅو له دې لارې د ځوانانو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د هغوی د چمتووالي زمینه برابره کړي.

د عملي زده کړو ارزښت ته په پام سره، د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د تعمیراتو د سطحې د لیول کولو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.

دغه راز لارښود استاد هم محصلینو ته د لیول کارۍ په هکله هراړخیز توضیحات وړاندې کړل نوموړي وویل؛ په ساختماني چارو کې "لیول" یا سطحي اندازه د یوې ودانۍ یا ساختماني پروژې هغه لوړوالي ته ویل کېږي چې د یوې ټاکلې صفري (معیاري نقطې) سره پرتله شوې وي. دا نقطه معمولاً د صفر لیول (0.00) په نامه یادېږي او نور ټول ارتفاعات یا ټیټوالي د همدې سطحې پر بنسټ ټاکل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مهارت‌محوره او عملي زده کړو ډیر تمرکز کېږي، تر څو زده‌کوونکي وکولای شي مستقیماً د کار بازار ته جذب شي او د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS