د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زدهکړو بهیر
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپل ښوونیزو مرکزونو کې د عملي زده کړو په وړاندې کولو سره هوډ لري ترڅو له دې لارې د ځوانانو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د هغوی د چمتووالي زمینه برابره کړي.
د عملي زده کړو ارزښت ته په پام سره، د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د تعمیراتو د سطحې د لیول کولو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.
دغه راز لارښود استاد هم محصلینو ته د لیول کارۍ په هکله هراړخیز توضیحات وړاندې کړل نوموړي وویل؛ په ساختماني چارو کې "لیول" یا سطحي اندازه د یوې ودانۍ یا ساختماني پروژې هغه لوړوالي ته ویل کېږي چې د یوې ټاکلې صفري (معیاري نقطې) سره پرتله شوې وي. دا نقطه معمولاً د صفر لیول (0.00) په نامه یادېږي او نور ټول ارتفاعات یا ټیټوالي د همدې سطحې پر بنسټ ټاکل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر مهارتمحوره او عملي زده کړو ډیر تمرکز کېږي، تر څو زدهکوونکي وکولای شي مستقیماً د کار بازار ته جذب شي او د هېواد په اقتصادي وده کې مثبت رول ولوبوي.
