د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو د برېښنا سرکټونو د نښلولو عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۲۰

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو په دوام کې د برېښنا سرکټونو د نښلولو او ازمویلو څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.

زده‌کوونکو د دې تعلیمي مرکز د برېښنا څانګې استاد تر لارښوونې لاندې پر تختو د سرکټونو د نښلولو او ازمویلو عملي تمرینونه ترسره کړل.

زده‌کوونکي وایي چې دا ډول عملي زده‌کړې دوی سره مرسته کوي څو په بازار کې کار کولو ته لا ښه چمتو شي.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه تل د زده‌کړو په مرکزونو کې د عملي روزنو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS