د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې او جامعة المصطفی پوهنتون ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۹:۳۳
TVETA

د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر استاد رفیع الله حبیبي د جامعة المصطفی پوهنتون له مسولینو سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د انسټيټوټونو فارغان د خپلو لوړو زده کړو د دوام په موخه جامعةالمصطفی ته په ځانګړي تخفیف سره شامل شي.

په دې تفاهم لیک کې همداراز راغلي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې کارکوونکي کولای شي په ځانګړي تخفیف سره د یاد پوهنتون په بیلابیلو پوهنځیو کې د ماسټري دوره کې شامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له دې وړاندې هم د یوشمیر نورو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS