د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د افغانستان د ملي پراختیا شرکت ترمنځ ناسته ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۴۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د څیړنې او نوښت او همدارنګه د پلان او ستراتیژیکو همغږيو ریاستونو مسؤلینو د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د افغانستان د ملي پراختیا شرکت له پلاوي سره وکتل.

پدې ناسته کې، دواړو خواوو د کار بازار له اړتیاو سره سم د تعلیمي څانګو لپاره د شغلي استندردونو ترلاسه کولو، زده کوونکو ته د ترکیبي "استاد شاګردۍ" زده کړو د وړاندې کولو څرنګوالی او د زده کونکو لپاره د عملي زده کړو په برخه کې د زمینې برابرولو په شمول په بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړ.

د غونډې په دوام کې د افغانستان د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو د تخنیکي زده کړو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې ڼوموړي چمتو دي ترڅو له دې ادارې سره په بیلابیلو تخنیکي برخو کې همکاري وکړي.

همدارنګه، د ناستې په پای کې، دواړو خواوو د ګډو همکاریو د هوکړه‌لیک پر لاسلیک کولو ټینګار وکړ او پریکړه وشوه چې د دواړو بنسټونو څخه یوه ګډه تخنیکي کمیټه جوړه او د هوکړه‌لیک موادو د وروستي کولو او نهايي سازۍ په برخه کې کار وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS