د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او خصوصي بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۵:۸
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حکومت د رسنيو په مرکز کې د يوې غونډې په ترڅ کې له شلو خصوصي بنسټونو سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ.

د دې تفاهم لیکونو پر بنسټ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره له بنسټونو سره په همکارۍ په کندهار، هلمند، دایکندي، بامیان او خوست ولایتونو کې خپل حرفوي پروګرامونو ته پراختیا ورکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او بنسټونو ترمنځ د همکاریو تفاهم ليک د لاسليکولو موخه د کورنيو لپاره د خوراکي مصئونیت برابرول، د سيمه ييز اقتصاد وده او د دوامدارو کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري مرستیال په دې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې د بې وزلۍ له منځه وړل او د ماهر کاري ځواک روزل د دغې ادارې له اساسي موخو څخه دي.

نوموړي څرګنده کړه چې، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي، چې د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو په ګډون د بېلابېلو پروګرامونو په لاره اچولو سره په هېواد کې د کار موندنې ګراف لوړ کړي او له دې لوري د بېوزلۍ کچه راټيټه کړي.

د يادونې وړ ده، چې د ياد شويو تفاهم لیکونو ټوليز ارزښت دوه نيم ميليونه ډالرو ته رسېږي، چې په افغانستان کې د همکارو موسسو او بنسټونو له خوا تمويلېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS