د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د دې ادارې د کارمندانو په ګډون او د افغانستان نړیوال پوهنتون د استاد، ښاغلي شیخ عبدالمالک نیازي په وینا ترسره شوه.
په دې اصلاحي غونډه کې، ښاغلي شیخ نیازي د اسلامي نظام د وظایفو په ګډون پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې.
نوموړي په غونډه کې د وینا پر محال وویل چې د عدالت ټینګول، د امنیت تامینول، امربالمعروف او نهی عن المنکر او د شرعي احکامو پلي کول د اسلامي حکومتونو له عمده دندو څخه دي.
ښاغلي نیازي همدارنګه زیاته کړه چې غیر اسلامي ټولنې د خپلو ګوډاګیو حکومتونو له لارې غواړي اسلامي ټولنې وویشي او نه غواړي چې اسلامي شریعت په ځمکه کې پلي شي. دغهراز نوموړي د مسلمانانو پر لا زیاتې بیدارۍ او ځیرکتیا باندې ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې، شیخ نیازي په دې اصلاحي پروګرام کې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د غیر کفارو د ناوړه دسیسو په وړاندې هوښیار اوسي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست هره اونۍ د شنبې په ورځ اصلاحي غونډه ترسره کوي، چې په دې غونډه کې پر بیلابیلو اصلاحي، اخلاقي، ټولنیز او عقیدوي موضوعاتو بحث کیږي.
