د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، مالي او اداري مرستیال د کندز ولایت له مقام سره ناسته ترسره کړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۲۴

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ یوه پلاوي د کندز ولایت له مقام سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې، د زون په کچه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست د فعالولو د څرنګوالي په شمول پر بیلابیلو موضوعاتو بحث او د نظریاتو تبادله وشوه.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ا.ا.ا د هیواد د زونونو په کچه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاستونو د منظورۍ امر صادر کړی.

د زون په کچه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست جوړول او فعالیدل کولی شي د نږدې ولایتونو ترمنځ د ښه همغږۍ لپاره زمینه چمتو کړي او په ولایتونو کې د ښوونیزو پروګرامونو په اغیزمن مدیریت کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS