د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو.

په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو فرهنګي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه وینا وکړه.

استاد ناوک د اسلامي هویت ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې اسلامي ټولنې باید د اسلامي ارزښتونو او اصیل فرهنګ د ساتنې لپاره جدي او دوامدارې هڅې وکړي.

هغه ګډونوالو ته څرګنده کړه چې اسلامي ټولنې باید د لوېدیځو ناخوښو فرهنګونو له نفوذ څخه ځانونه وساتي.

استاد ناوک همدارنګه په لوېدیځو ټولنو کې د «بې‌حده آزادیو» منفي اغېزې وڅېړلې او ویې ویل چې دغه ډول آزادۍ د کورنیو ړنګېدو، اخلاقي ارزښتونو کمزورۍ او ګڼو ټولنیزو ستونزو سبب شوې دي.

محترم استاد ناوک د هېواد له ځوانانو وغوښتل چې د اسلام دښمنانو د فرهنګي برنامو پر وړاندې هوښیار او ویښ واوسي او د خپلو فرهنګي او دیني بنسټونو په پیاوړتیا سره د فرهنګي یرغل پر وړاندې مقاومت وکړي.

ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست له اصلاحي غونډو څخه هرکلی وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS