د میدان وردگو ولایت تنګي نور درې کثیرالرشتوي انستیتیوت او د لوگر برشنا رياست ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۲:۱۶

د میدان وردګو ولایت اړوند په تنګي نور درې کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وايي چې نوموړو د زده کوونکو لپاره د غوره ښوونیز فرصتونو د برابرولو په موخه د لوګر ولایت له برېښنا ریاست سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړی.

د دې تفاهم‌لیک پر بنسټ، د میدان وردګو ولایت تنګي نور درې کثیرالرشتوي انستیتیوت محصلین کولای شي، چې د دغه ریاست له تاسیساتو او استیشنونو څخه لیدنه وکړي او خپل عملي درسونه په یادو تاسیساتو کې ترسره کړي.

د میدان وردګو ولايت دتخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د یاد هوکړه‌لیک لاسليک کول د زده کوونکو د پوهاوي لوړولو په برخه کې يو ارزښتناک ګام وباله .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS