د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو د لړۍ دوام

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۲۸

د لوگر ولایت محمدآغې کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونیزو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د شبکې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

د لارښود استاد تر نظر لاندې، د دې مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې، محصلینو د لاسرسۍ وړ وسایلو په کارولو سره د ++C « د برنامې لیکلو ژبې» د کارولو طریقه په عیني شکل وکتله او د درس له ښوونیزو موادو څخه یې په عملي ډول ګټه پورته کړه.

دغه راز لارښود استاد نوموړو ته د ++C او د هغې د کارولو د څرنګوالي په اړه هراړخیز توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو او سوالونو ته یې ځوابونه وویل.

په ورته وخت کې، استاد په دې درس کې وویل چې (C++) یوه لوړه کچه، څو اړخیزه پروګرامینګ ژبه ده چې د بیلابیلو سافټویرونو د پراختیا لپاره کارول کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS