د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغانو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرول!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۰:۱۷
TVETA

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلینو د یوې ناستې په ترڅ کې په یاد ولایت کې د تابش پوهنتون له مسؤلینو سره د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ، د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان کولی شي د خپلو زده کړو د دوام لپاره په ځانګړي تخفیف سره په تابش پوهنتون کې نوم لیکنه وکړي.

دغه‌راز په دې هوکړه لیک کې دا هم راغلي چې د دواړو ښوونیزو بنسټونو زده کونکي کولی شي د خپلو علمي او عملي زده‌کړو د غښتلتوب په موخه د دواړو نهادونو له لابراتوارونو، کتابتونونو، کمپیوټرلب او نورو شته اسانتیاوو څخه کار واخلي.

په ورته وخت کې، زده کونکو هم د دې تفاهم لیک له لاسلیک کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا اقدام یې د نوموړو لپاره د غوره ښوونیز فرصتونو د برابرولو په لور یو اړین ګام وباله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS