د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د محصلینو د عملي زده کړو څرنګوالی

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۱۳
TVETA

د میدان وردګو ولایت دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د تهداب لپاره د خاورې ډکولو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

د دې درسي جلسې په جریان کې، لارښود استاد محصلینو ته د کندن کارۍ د حجم او د تهداب خاورې په اړه توضیحات ورکړل.

نوموړي دغه راز د کندن کارۍ د حجم په اړه وضاحت ورکړ چې؛ "د کندن کارۍ حجم" د خاورې یا موادو هغه حجم ته ویل کېږي چې د کندن کارۍ په جریان کې له یوې ځانګړې سیمې څخه ایستل کیږي.

په دوام کې، محصلینو هم خپلې پوښتنې او سوالونه له لارښود استاد سره شریکې کړې او د استاد له لوري د هغو پوښتنو ته جامع ځوابونه هم ورکړل شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS