د څارنې او ارزونې ریاست د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۹:۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تعليمي او تحصيلي څارنې او ارزونې ریاست له لوري د استادانو د پيداګوژيکي ارزونې د نوي ترتیب شوي فورم او لارښود د تشريح  لپاره ورکشاپ ترسره شو.

یاد ښوونیز ورکشاپ د تعليمي او تحصيلي څارنې او ارزونې ریاست د کارمندانو په ګډون سره ترسره شو. چې پکې د ارزونې په فورم کې د نویو بدلونونو د معرفي کولو په اړه بحث وشو.

د ورکشاپ په جریان کې، ګډونوالو خپلې تجربې شریکې کړې او همداراز خپل پوښتنې یې وړاندې ګړې، چې د اړونده مسؤلینو لخوا د نوموړو پوښتنو ته ځوابونه او اړینې لارښوونې ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعليمي او تحصيلي څارنې او ارزونې ریاست د کاري چارو د روښانه کولو او د خپلو کارمندانو د ظرفیت لوړولو لپاره په منظم ډول سیمینارونه او روزنیز ورکشاپونه جوړوي ترڅو د څارنې او ارزونې پروسه په ډیر اغیزمن او معیاري ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS