د بلخ ولایت د انجنیرۍ انسټيټوټ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د اکاډمۍ د محصلینو فراغت غونډه جوړه شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۲:۱۹
TVETA

د بلخ ولایت اړوند د مراز شریف تخنیکي او مسلکي زده کړو اکاډمۍ او د انجینرۍ انسټيټوټ له ښوونیزو مرکزونو څخه د ۶۰ تنو محصلینو د فراغت په مناسبت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فراغت غونډه ترسره شوه.

دغه مراسم د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسوولينو، سيمه ييزو چارواکو، قومي مشرانو او د محصلینوو د والدينو په ګډون سره ترسره شول.

په دې مراسمو کې ويناوالو د اسلام له نظره د تخنيکي او مسلکي زده کړو د اهميت او جایګاه په اړه خبرې وکړې او ځوانان يې د دې زده کړو تعلیم او زده کړې ته وهڅول.

د مراسمو په پای کې فارغ شويو محصلینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او مراسم په دعایې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS