د مولوي غلام سعید احساس او د فراه ولایت د تخنیکي و مسلکي زده کړو مرکزونو مسوولینو تر منځ ناسته تر سره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۳:۱۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د څارنې په پای کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولینو او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو پر ستونزو او د اړتیاوو د حل پر څرنګوالي خبرې وشوې.

په دې کتنه کې محترم مولوي احساس وویل، چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د یو هېواد بنسټ دی او د یادو زده کړو د پراختیا په برخه کې باید له ټول توان څخه کار واخیستل شي نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې ټولې چارې باید د اسلام مبارک دین د اصولو سره سم تر سره شي.

نوموړي دغه راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د مسؤلینو د وړاندیزونو او ستونزو د حل د ژمنې ترڅنګ د ځینو مسایلو په اړه هغوی ته لازمې هدایات هم ورکړل.

همدارنګه یاد پلاوي دغونډې ګډونوالو ته د چارو د ښه والي په موخه سیمینار هم وړاندې کړ.

د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي تر دې وړاندې د فراه ولايت د مرکز، شیبکوه، او د لاشجوین ولسوالیو د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له وضعیت څخه څارنه ترسره کړې ده.

په ورته وخت کې محترم مولوي غلام سعید احساس د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو مسوولین د نوموړو د ارزښتناکو خدمتونو له امله د ستاینلیکونو او نقدي ډالیو په ورکولو سره وستایل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS