د کشک رباط سنګي ولسوالۍ له مشرانو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي ناسته

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۵:۳۶
ناسته

ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت او ورسره مل پلاوي، په هرات ولایت کې د کشک رباط سنګي ولسوالۍ له مشرانو سره غونډه ترسره کړه.

دغه غونډه د هرات ولایت د کشک رباط سنګي په ولسوالۍ کې د زده کړې یو مرکز جوړولو لپاره، د محلي چارواکو او مشرانو سره د سلا مشورې په موخه جوړه شوه، په دغه ناسته کې د یاد مرکز د جوړېدو په څرنګوالي بحث وشو.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په یاده ولسوالۍ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو وضعیت ته په اشارې سره وویل چې د هرات ولایت کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د یو انستیتوت جوړول اړین دي.

همدارنګه، د سیمې مشرانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د انستیتوت جوړولو په هکله د رهبرۍ د تصمیم ستاینه وکړه او انستیتوت ته د مناسب ځای او ځمکې برابرولو وعده یې وکړه.

د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې یو پلاوی د یادې ادارې د سرپرست، ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت څېړلو په موخه ولایاتو ته سفر کړی دی.

د دغه سفر موخه، په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزو ته حل لاراو د ضرورتونو پوره کول عنوان شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS