د میخانیکي انسټیټیوټ زدهکوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زدهکوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز سیمینار ترسره شو.
دغه سیمینار د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د کار بازار له اړتیاوو سره د زدهکوونکو د بلدتیا او د کارموندنې د غوره فرصتونو د برابرولو په موخه جوړ شوی وو، چې پکې د برېښنا، الکترونیک او موټرو د څانګو ۴۹ زدهکوونکو ګډون کړی وه.
د دې روزنیز پروګرام په ترڅ کې ګډونوال د کارموندنې او مسلکي مسیر د پراختیا اړوندو مهمو او عملي موضوعاتو سره بلد شول.
په سیمینار کې د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو اهمیت، د کاري فرصتونو موندل، د کار بازار د وضعیت او اړتیاوو ارزونه، د دندې د لټون اغېزمنې لارې، همدارنګه د کارآفرینۍ مفهوم او د فردي مهارتونو او وړتیاوو له لارې د عاید ترلاسه کولو لارې چارې وڅېړل شوې.
د پروګرام تنظیموونکو ټینګار وکړ چې د کارموندنې او کارآفرینۍ له مهارتونو سره د زدهکوونکو بلدتیا هغوی کاري بازار ته د بریالي ننوتلو لپاره مهمه زمینه برابروي او د دوامدارو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې اغېزناک رول لري.
د یادونې وړ ده چې په دې سیمینار کې د برېښنا د څانګې ۲۸ تنه، د الکترونیک د څانګې ۱۱ تنه او د موټرو د څانګې ۱۰ تنه زدهکوونکو ګډون کړی وه.
