د کندهار د ادارې او حسابدارۍ له انسټیټوټ څخه ۲۲۶ تنه ځوانان فارغ شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۱:۳۲
جشن فارغ

د کندهار د ادارې او حسابدارۍ د انسټیټوټ د ۲۲۶ تنو فارغانو د فراغت مراسم ترسره شوه.

په دې مراسمو کې سیمه ییزو چارواکو او د فارغانو د کورنیو غړو ګډون کړی و.

 د کندهار د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ آکر محب الله قادري وايي، چې د ادارې او مديريت، حسابدارۍ او بانکدارۍ له څانګو څخه ۲۲۶ تنه فارغ شوي او ټولنې ته د خدمت لپاره چمتو دي.

د نوموړو محصلینو د فراغت په مراسمو کې د کندهار د اقتصاد رئیس ملا عبدالسلام سرور وویل چې د اسلامي امارت له بریا وروسته د ځوانانو د پرمختګ په لاره کې ټول خنډونه لرې شوي دي.

 د کندهار پوهنتون رئيس مولوي اکرم شاه آغا له ځوانانو وغوښتل چي د هيواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS