په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا روزنیز ‌حرفوي پروګرام پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۸:۴۶

په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وايي چې ددې ولایت اړوند په ورسج کثیرالرشتوي لیسه کې یې د خیاطۍ حرفې ښوونیز پروګرام پیل کړی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د شمال ختیځ زون رئیس د یاد پروګرام په پرانیست غونډه کې وویل چې دغه روزنیز پروګرام د عملي مهارتونو د زده‌کړې، د کاري فرصتونو رامینځته کولو او د کورنۍ او ټولنې په اقتصادي پرمختګ کې د ځوانانو د رول د پیاوړتیا په موخه پیل شوی.

حرفوي روزنیز پروګرامونه تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي چې تر اوس مهاله سلګونه مسلکي کسان له دې پروګرامونو څخه فارغ شوي او په بازار کې پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS