د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د آمرینو ته د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۶ - ۱۵:۳۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند تضمین کیفیت ریاست د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ۳۵ تنو آمرینو لپاره د مدیریتي او تخصصي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه یو روزنیز سیمینار جوړ کړ.

د دې روزنیز پروګرام په پیل کې، د یادې ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال مولوي غلام سعید احساس خپله پرانیستونکې وینا وکړه.

نوموړي په خپله وینا کې د مسؤلیت پذیرۍ پر اصل، د کار ژمنتیا او د ښوونیزو معیارونو پر پلي کولو ټینګار وکړ، او له آمرینو یې وغوښتل چې د معیارونو پلي کولو، د تدریس کیفیت ښه کولو او د خپلو اړوندو مرکزونو د ښه مدیریت کولو لپاره هڅه وکړي.

د پروګرام په دوام کې، د ظرفیت لوړولو اړوند بیلابیل موضوعات، لکه د تضمین کیفیت معیارونه او استندردونه د دې ادارې د ترینرانو لخوا د سیمینار په بڼه ګډونوالو ته وړاندې شول.

د دې سیمینار ګډونوالو، دیاد ښوونیز پروګرام د ترسره کیدو څخه خوښي څرګنده کړه، دا ډول ښوونیز سیمینارونه یې د مدیریتي ظرفیت لوړولو او د مرکزونو په کچه د کاري همغږۍ د انسجام لپاره خورا ګټورې او رغنده وبلل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ژمن ده چې د ظرفیت لوړولو پروګرامونو ته په دوامداره توګه په بیلابیلو مدیریتي او ښوونیزو کچو کې دوام ورکړي ترڅو د متخصص ځواک د روزنې او په هیواد کې د زده کړییز کیفیت لوړولو لپاره اغیزمن ګامونه پورته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS