د لوگر ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړو لړۍ!
              د لوګر ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د یاد ښوونیز مرکز په لابراتوار کې د حیواني حجراتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.
د دې درسي جلسې په ترڅ کې، محصلینو ته د حیواني سالمو او غیر سالم حجراتو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه دغه راز نوموړو خپلې پوښتنې هم له استاد سره شریکې کړې.
همداراز د زده کړو په دوام کې لارښود استاد د حیواني حجراتو په برخه کې د محصلینو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل.
د محصلینو په کاري راتلونکي کې د عملي زده کړو اهمیت او ارزښت ته په پام سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې ۶۰ سلنه زده کړې په عملي ډول وړاندې کیږي. دا زده کړې د محصلینو د حرفوي مهارتونو په لوړولو کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي.
په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ ته لا نوره هم وده ورکړي.
