د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د پنځه لنډ مهاله حرفوي څانګو ښوونیز نصاب تدوین شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۵۵

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب ریاست د «کابل عزیز» ښوونیز مرکز سره په همکارۍ، د ۵ لند مهاله حرفوي څانګو ښوونیز نصاب تدوین کړ.

په یادو څانګو کې روبوټیک او آرډوینو، د امنيتي کامرو نصب او عیارول، د ټرانسفارمر او موتور سيم پېچي، د کمپیوټر ترمیم او د یخچال او ایرکنډیشن ترمیم څانګې شاملې دي.

په ښوونیز نصاب ریاست کې مسؤلین وایي چې یادې ښوونیزې څانګې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د متخصصینو په همکارۍ تدوین شوي او ډیر ژر به د دې ادارې په ښونیزو مرکزونو کې پلې شي.

د نوموړو په وینا دا اقدام د عملي مهارتونو د پياوړتيا او د کار بازار د اړتیاوو د پوره کولو په موخه  ترسره شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیز نصاب ریاست د ۱۲ لنډ مهاله حرفوي څانګو نصاب تدوین کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS