د کاپیسا ولایت نجراب کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د شاتو مچیو د پالنې په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۲۹

د کاپیسا ولایت نجراب کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته دتخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي روزنو په چهارچوب کې د شاتو مچیو د پالنې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد نوموړو ته د درس په ترڅ کې، د شاتو مچیو د ارزښت په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وویل.

عملی زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو هغوی وتوانېږي د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي روزنو بهیر لا پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه. د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو. . .

BACK TO NEWS