د لوګر ولایت محمدآغې کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته د شغلي مشورې او کارموندنې سیمینار ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۵:۹

په لوګر ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې دیاد ولایت محمدآغې کثیرالرشتوي انسټيټوټ هغو محصلینو ته چې د فراغت په درشل کې دي د "کارموندنې او شغلي مشوره‌دهۍ " تر عنوان لاندې سیمینار ترسره کړی.

د نوموړو په وینا، دا سیمینار د کارموندنې مهارت لوړولو، د کار بازار له اړتیاوو سره د محصلینو بلدتیا او د کار بازار ته د هغوی د ننوتلو په موخه ترسره شو.

پدې روزنیز سیمینار کې، لارښود استاد د کارموندنې له مهارتونو سره د بلدتیا په ګډون د بیلابیلو موضوعاتو په اړه خپل توضیحات د پریزنټیشن په قالب کې محصلینو ته وړاندې کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل هڅه کوي چې محصلینو ته د معیاري مسلکي زده کړو په وړاندې کولو سره نوموړو ته د کار بازار د ننوتلو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS