د لغمان ولایت مرکز زراعت او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو لخوا د عملي روزنو د زده کړې بهیر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۵:۴۶

د لغمان ولایت د مرکز اړوند زراعت او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د حیواني ناروغیو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، نوموړو ته په حیواناتو کې د Mastitis ناروغۍ په اړه مفصل توضیحات ورکړل.

د درس په دوام کې، محصلینو خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل، او همدارنګه د استاد لخوا د نوموړو پوښتنو ته ځوابونه هم وړاندې شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي درسونو زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS