د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د ټرانسفارمر د ترمیم عملي روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۲

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو د عملي درسونو په لړ کې د ټرانسفارمر د ترمیم څرنګوالي او دندو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.

په ورته مهال کې د برېښنا څانګې استاد د ټرانسفارمر بېلابېلې برخې او تخنیکي جزئیات په عملي ډول زده‌کوونکو ته تشریح کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو لویه برخه عملي بڼه لري، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ګڼ شمېر فارغان په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي او وایي چې عملي زده‌کړې د کار موندنې په برخه کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS