د فاریاب د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د کارمندانو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۱۲
TVETA

د فاریاب ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د کارمندانو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار جوړ کړ، چې موخه یې د کاري او تدریسي چارو کیفیت ښه کول او د تعلیمي کادرونو د علمي ظرفیت لوړول دي.

په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د تدریس اصولو او همدارنګه د استادانو د مکلفیتونو د لایحې په شمول د بیلابیلو موضوعاتو په اړه روزنه ورکړل شوه.

په ورته وخت کې، ګډونوالو هم د ظرفیت لوړولو د داسې پروګرامونو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې یې د دوام غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري په دوامداره توګه هڅه کوي چې د ظرفیت لوړولو پروګرامونو په لاره اچولو سره د دې ادارې د کارمندانو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS