د سمنګان ولایت محبوسینو لپاره د فلز کارۍ لنډ مهاله حرفوي درې میاشتنی کورس پرانیستل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۴۸
TVETA

د سمنګان ولایت اړوند د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولین د یاد ولایت محبوسینو لپاره د فلز کارۍ څانګې لنډ مهاله روزنیز پروګرام په لاره اچولو خبر ورکوي.

د یاد پروګرام د ترسره کولو موخه له بند څخه وروسته د محبوسینو لپاره د کار زمینې برابرول او د نوموړو د اقتصادي وضعیت وده ویل شوې ده.

دغه پروګرام د سمنګان ولایت د ایبک ښار په محبس کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست له خوا جوړ شوی، چې ۳۲ تنه محبوسین به ورڅخه ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS