د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي نيمروز ولايت ته سفر وکړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۱:۵۸
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ د یادې ادارې څخه يوه پلاوي نيمروز ولايت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د نیمروز ولایت مرکز اړوند زرنج تخنیکي لېسې له ټولو کاري چارو او تحصیلي اسنادو څخه څارنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې دغه پلاوى به د نيمروز ولايت له تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه ليدنه او د یادو مرکزونو ستونزو او ننګونو ته رسیدګي وکړي.

تر دې وړاندې دغه پلاوي غور، دایکندي، بامیان او فراه ولایتونو ته هم سفرونه کړي او یادو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS