د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د اسلامي خطاطۍ سيالۍ تر سره کوي

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اسلامي خطاطۍ سيالۍ تر سره کوي. د دې سیالیو د چمتووالي په موخه نن یوه غونډه ترسره شوه.
په دغې غونډه کې د کابل ښار د ځينو انسټیټونو يو شمېر آمرینو او زده کړیالانو ګډون کړى و.
ګډونوالو د اسلامي خطاطۍ سیالۍ د ترسره کولو څرنګوالي په اړه نظر څرګند کړ.
ټاکل شوې دغه سيالۍ د رسول الله (ص) د زوکړې د ورځې په مناسبت د کابل ښار د تخنيکي او مسلکي زده کړو په يوه مرکز کې ترسره شي.