د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکنانو چارو ریاست د دې ادارې ۱۱ تنه د مرکزي هستې کارمندان په یوه اوونیز روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره د ملکي خدماتو انسټیټوټ ته معرفي کړل.

دا روزنیز پروګرام د کارمندانو د حرفه ای ظرفیت لوړولو او د عامه خدماتو په برخه کې اړینو مفاهیمو، اصولو او مهارتونو سره د هغوی د بلدتیا په موخه پیل شوې.

دغه راز ګډونوالو د دې روزنیز پروګرام له ترسره کولو څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د یادو پروګرامونو د دوام او په لاره اچولو غوښتنه هم وکړه.

د کارکنانو چارو ریاست مسؤلینو دا اقدام د بشري سرچینو د پراختیا او د دې ادارې په بیلابیلو برخو کې د کاري پروسې د ښه کولو په لور یو ګام وګاڼه او په راتلونکي کې یې د ظرفیت لوړولو د نورو پروګرامونو په ترسره کولو هم ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS