د ارزګان ولایت محبوسینو ته د سولر سیسټم د حرفوي زده کړو لنډ مهاله پروګرام پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۳:۲

د سولر سیسټم لنډ مهاله حرفوي پروګرام د ارزګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا د یاد ولایت د محبس د مسوولینو په همکارۍ د دغه ولایت په محبس کې پیل شو.

په یاد ښوونیز پروګرام کې د ارزګان د محبس ۳۵ محبوسینو ته د سولر سیسټم د نصبولو او کارونې ته د سولر سیستم د چمتو کولو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکول کیږي.

د ارزګان ولايت د محبس مسوولينو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له دغې کړنې څخه ستاينه وکړو او د یادې ادارې له مسولینو یې وغوښتل چې د محبوسینو لپاره دغو ښوونيزو پروګرامونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د ټولنې ټولو وګړو ته د زده کړو او مسلک زمينه برابره کړي تر څو خلک و توانېږي د فقر په کمولو کې له ټولنې سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS