د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د ازبکستان له دوو تحصیلي بنسټونو سره د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۵:۳۶
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت، په خپل دفتر کې د «دينأو» او « افغان اتباعو د ښوونې او روزنې مرکز » له مشر «اويبک عبدالمومین اوف» سره د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسليک کړ.

نوموړي دوه بنسټونه په ازبکستان هیواد کې د پوهنې په برخه کې فعالیت ترسره کوي.

د یاد تفاهم لیک پربنسټ به د ازبکستان هیواد کارآفرینۍ «دينأو» انسټيټوټ او د « افغان اتباعو د ښوونې او روزنې مرکز »د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

په تفاهم‌لیک کې همداراز راغلي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي اداره به د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادان او زده کوونکي ازبکستان هیواد ته د ښوونيزو پروګرامونو د زده کړې په موخه واستوي

همداراز د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د تعلیمي نصاب په برخه کې د دواړو بنسټونو ترمنځ همکاري هم د یاد تفاهم لیک له موادو څخه دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ازبکستان هیواد کارآفرینۍ «دينأو» انسټيټوټ د سره د تفاهم‌لیک د لاسلیک کولو پر مهال وويل، چې دا اداره به د تفاهم‌لیک د پلي کېدو لپاره ټول شرايط چمتو کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

BACK TO NEWS