د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۱:۴۴
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ملي پراختیا ادارې چارواکو ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  مرستیالانو  او رئیسانو د ملي پراختیا شرکت له رئیس عبدالرحمن عطاش سره په کتنه کې د دواړو ادارو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د ښاغلي عطاش هرکلی وکړ او ویې ویل، د ملي پراختیا شرکت د لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره، اړینه ده چې خپلې تجربې او نظرونه له نورو ادارو سره شریک شي.

ښاغلي عطاش په پیل کې د ملي پراختیا شرکت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه شرکت یو تطبیقې شرکت ده، چې  په بېلابیلو برخو کې کار کوي.

نوموړي د ملي پراختیا شرکت د پروګرامونو او پروژو په اړه وویل، چې په دغه ټولو برنامو او پروژو کې مسلکي کسانو ته اړتیا ده.

ښاغلي عطاش وویل: دا چې مسلکي کسان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا روزل کېږي، «دغه اداره چې څومره ځواک وروزې، په کار کې به جذب شي».

هغه زیاته کړه: چې د قوش تپې کانال په بشپړولو سره به دری میلیونه جریبه ځمکه د کرنې لپاره چمتو شي، چې په دغه برخه کې به مسلکي کسانو ته اړتیا وي.

د ملیي پراختیا شرکت رئیس ټینګار وکړ، چې دا اړینه ده چې یو تطبیقې اداره د تخنیکي او مسلکي زده کړې ادارې سره همغږې او مشارکت ولري.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس وویل، د هېواد د پرمختګ لپاره د ادارو ترمنځ تعاون او همکاري اړینه ده.

نوموړي زیاته کړه: چې ټولې ادارې باید د خلکو د خدمت په برخه کې له یو بل سره همکاری وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل هم په دغه غونډه کې خبرې وکړې او ویې ویل چې تخنیکي ټیمونه باید وټاکل شي، ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د همکارۍ لپاره کار وکړی.

پریکړه وشوه، چې غونډې به د همغږۍ او د تجروبو تبادلې لپاره دوام ولري.

د ملي پراختیا شرکت رئیس د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ څخه چې په پام کې ده، هلته به له معیارونو سره سم نمونوي انسټیټوټ جوړه شي، هم لیدنه وکړه.

ښاغلي عطاش د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ له ورکشاپونو هم لیدنه وکړه او ویې ویل چې دا ټول امکانات د هېواد پرمختګ لپاره ګټور دي.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لاسته راوړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې ملي پراختیا شرکت چمتو ده، د خلاق او  نوښتګرو خلکو ملاتړ وکړي او شته امکانات د هغوي په اختیار کې ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۵۱
Background image

زده‌کوونکو د مایکروسکوپ اجزاوو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د مایکروسکوپ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د مایکروسکوپ اجزاوې او د. . .

BACK TO NEWS