د بلخ ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د زده کوونکو او زده کړیالانو له والدينو سره خبرې وکړې

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۴:۱۵
بلخ

د بلخ ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي نورالله صلاح الدين د یاد ولايت د نفت او ګازو انسټيټوټ زده کوونکو له والدينو او ممتازو زده کړیالانو سره وکتل.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د بلخ ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پر اهميت او تګلارې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د بلخ نفت او ګازو انسټيټوټ آمر لعل محمد توخي د زده کوونکو له والدينو د همکارۍ له امله مننه وکړه او د هغوى د ماشومانو د برياليتوب له امله يې مبارکي وويله.

په دې کتنه کې عبدالوکیل مستقیم د زده کړیالانو د والدینو په استازیتوب خبرې وکړې او د نفت او ګازو انسټیټوټ د استادانو د هڅو قدرداني یې وکړه.

د پروګرام په پای کې د انستیتیوت د ادارې له خوا ممتازو زده کوونکو او زده کړیالانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۴۱
Background image

د پکتیا کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو له لوري د خیدک پروسس او تولید

د پکتیا ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې زده کونکو ته د یوې درسي او علمي جلسې په ترڅ کې د خیدک تولید او پروسس د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه. دغه راز لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۱۳
Background image

د فراه ولایت اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته قرطاسیه توزيع شوه

د الحاج ابراهیم جان حبیب یار خیریه بنسټ له لوري د فراه ولایت د اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته د قرطاسیې توکي ووېشل شول. په دغو توکو کې کتابچې، بکسې، قلمونه او نور قرطاسیه باب. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عملي زده کړو په اړونده ورکشاپ کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د محصلینو عملي زده کړې

د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د صنعتي برښنا څانګې محصلينو د یاد ښوونیز مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د برښنايي پینل بورد په اړه روزنه ترلاسه کړه. په. . .

BACK TO NEWS