د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره شوه.

په دې غونډه کې ګډونوالو د اداري او ښوونیزو چارو د ښه‌والي پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وکړه او د ښوونیزو مرکزونو د هر اړخیزې څارنې پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، ترڅو د اداري او تدریسي فعالیتونو کیفیت لا لوړ شي.

همدارنګه د قرغې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټرساینس او برېښنا د نوو رامنځته شویو څانګو لپاره د تعلیمي نصاب او درسي موادو چمتو کول، د استادانو د ارزونې بهیر چټکول او د سړو سیمو زده‌کوونکو ته د بدل اعاشې وېش، د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وې چې په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS