د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه‌لیک له مخې، محصلین به د خپلې عملي دورې پر مهال د یاد شرکت په بېلابېلو تخنیکي څانګو کې عملي روزنه ترلاسه کړي، څو خپلې نظري زده‌کړې په عملي بڼه هم پیاوړې کړي.

زده‌کوونکي وایي چې د عملي زده‌کړو فرصتونو برابرول د هغوی د مسلکي مهارتونو په لوړولو، کاري تجربې ترلاسه کولو او راتلونکي کې د کار بازار ته د لا ښه چمتووالي لپاره یو مهم ګام دی.

هغوی همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو زده‌کوونکو لپاره د عملي زده‌کړو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو ډېره برخه عملي ده، له همدې امله زده‌کوونکي له فراغت وروسته په اسانۍ سره په کاري بازار کې د کار خاوندان شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS