د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو لپاره د (SWOT) ارزونې په اړه روزنیز سیمینار
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ختیځ زون ریاست په ننګرهار ولایت کې د (SWOT) ارزونې تر نامه لاندې سیمینار جوړ کړ.
دا سیمینار د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وه چې په کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو استادان، کارکوونکو او مسؤلینو د (SWOT) ارزونې په اړه روزنه ترلاسه کړه.
د (SWOT) ارزونه په ستراتیژیک مدیریت، پلان جوړونه او سوداګرۍ کې یو له مهمو او ساده موضوعاتو څخه دی.
دا ارزونه مرسته کوي چې د یوې ادارې، پروژې یا سوداګریز حالت اوسنی وضعیت وڅېړل شي او ددې لپاره بریالۍ برنامې ډیزاین او تطبیق شي.
