د تخارولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو محصلینو ته د کارموندنې سیمینار ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۸:۴۳

په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې دیاد ولایت د تخنیکي زده کړو مرکزونو  هغو محصلینو ته چې د فراغت په درشل کې دي د "کارموندنې او شغلي مشوره‌دهۍ " تر عنوان لاندې سیمینار تسره کړی.

د نوموړو په وینا، دا سیمینار د کارموندنې مهارت لوړولو، د کار بازار له اړتیاوو سره د محصلینو بلدتیا او د کار بازار ته د هغوی د ننوتلو په موخه ترسره شو.

پدې روزنیز سیمینار کې، لارښود استاد د کارموندنې له مهارتونو سره د بلدتیا په ګډون د بیلابیلو موضوعاتو په اړه خپل توضیحات د پریزنټیشن په قالب کې وړاندې کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل هڅه کوي چې محصلینو ته د معیاري مسلکي زده کړو په وړاندې کولو سره نوموړو ته د کار بازار د ننوتلو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS