د نیما انسټیټوټ زده کونکو ته د فکري روښانتیا « تنویر» پروګرام ترسره شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۳۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د "نیما"  ادارې او مدیریت ملي انسټیټوټ د زده کونکو د فکري او فرهنګي روښانتیا « تنویر» لپاره یو ښوونیز پروګرام ترسره کړ.

په دې پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي محمد یونس راشد په ګډون یو شمیر مقاماتوګډون درلود او ویناوې یې هم وکړې.

محترم مولوي راشد د فکري تنویر پروګرام کې د وینا پر مهال وویل چې انسانان د خدای تعالی د عبادت او بندګۍ لپاره پیدا شوي او د روایتونو له مخې، انسانان په ځمکه کې د خدای تعالی خلیفه دي.

د ځوانانو چارو مرستیال دا هم زیاته کړه چې ځوانان باید په بشپړه توګه د اسلامي احکامو او قوانینو څخه اطاعت او پیروي وکړي او خپل فکرونه او عملونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت سره سم برابر کړي.

په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت رئیس هم وینا وکړه او ویې ویل چې د ځوانانو د فکري روښانتیا او تنویر لپاره د داسې پروګرامونو ترسره کول خورا ګټور دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست د مسؤلینو په وینا، دا پروګرام به د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو هم په نیما انسټیټوټ کې دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS