د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لویدیځ زون رئیس معرفي شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۳۷

ښاغلی مولوي ملتان ذاکر په هرات ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د لویدیځ زون د رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.

د هیواد د لویدیځ زون رئیس د معرفي کیدو په ناسته کې د هرات ولایت یو شمیر سیمه ییزو چارواکو، علماوو او د ددې ولایت د تخنیکي زده کړو مرکزونو مسؤلینو هم ګډون درلود.

په دې غونډه کې ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زونونو جوړیدل د تحصیلی او تعلیمي زمینو او فرصتونو په برابرولو کې یو نیک ګام وباله او ژمنه یې وکړه چې په خپل ټول توان سره به له دې ریاست سره همکاري وکړي.

دغه‌راز محترم مولوي ملتان ذاکر په مراسمو کې وویل چې په چارو کې اخلاص کول عبادت دی. نوموړي زیاته کړه چې نوموړی به په بشپړ اخلاص او مسؤلیت‌پالنې سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ودې او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS