د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۴۰
TVETA

د کاپیسا ولایت اړوند«حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د حیواني ناروغیو د درملنې او جراحۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

د لارښود استاد تر نظر لاندې، د دې انسټیټوټ په لابراتوار کې محصلینو د څارویو د جراحي کولو(عملیات کولو) سمه طریقه په عیني شکل د لابراتوار اړوند ماشینونو په کارولو سره مشاهده کړه او د دې درس له ښوونیزو موادو څخه یې په عملي ډول ګټه پورته کړه.

دغه راز لارښود استاد نوموړو ته د حیواني ناروغیو د تشخیص او د څارویو د جراحي کولو د څرنګوالي په اړه هراړخیز توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو او سوالونو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS