د کازان په شپاړلسم پړاو نړیواله ناسته کې د مولوي غلام حیدر شهامت ګډون

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۴:۴۲
سفر به روسیه

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان ا.ا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، د کازان"روسیه او اسلامي نړۍ" په شپاړلسم پړوا نړیواله ناسته کې د ګډون لپاره روسیې هیواد ته عازم شو.

په ورته وخت کې ټاکل شوې ده چې ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست به په دې نړیواله ناسته کې د اسلامي هیوادونو سره په تخنیکي او مسلکي برخو کې د افغانستان د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

همداراز، ښاغلی مولوي غلام حیدر شهامت روسیې هیواد ته د خپل سفر څخه وړاندې څرګنده کړه چې دا سفر د افغانستان اسلامي امارت لپاره یو فرصت دی ترڅو په بیلابیلو نړیوالو ډګرونو کې د پرمختګ او اقتصادي ځان بسیاینې لپاره هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده چې، د کازان"روسیه او اسلامي نړۍ" نړیواله ناسته د غویې میاشتې له ۲۳مې څخه تر ۲۸مې پورې د روسیې هیواد په کازان ښار کې ترسره کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS